افغان وطن کی به صلح څه وخت دجګړی ځای نیسی
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

 

۲۸ــ  ۳ ــ ۲۰۰۸

تاتاريخ زموږدي هير کړي دغه کور دي دزمريانو

دلته هر يغل مات سوي دغه زور دي دزمريانو

برايډين پريښودي لښکري دي په تيښته زخمي ولاړي

دلته بيا تاريخ تکرار دي ځکه شوردي دزمريانو

 

که موږ په لږدقت  په افغانستان اودنړي په ځينو هيوادونو کښي  دجګړی داصلی لوبغاړو ستراتیژیو  يوه اوبل طرف ته خا صتأد اسيااوافريقا وقاروته وګورو، په  ښکار ه ډول  معلومیږی چه ، دامريکا متحده ايالاتو، انګليس  اويو تعداد غربي نړي هيوادونو له خواه دسړي جګړي څخه وروسته  ،د  ډموکراسی ،ولسواکي ، دښځو اودبشرد حقوقوداعادي ،   اويا دتروريزم ، مخدره مواد و   اوديکتاتوري دمنځه وړلو   ترنامه لاندي  ، نه تنها په افغانستان کی، بلکه  د منطقي  اودجهان په لیری پرتو افریقايي سیمو کی ،کوم چه هلته  دتیلو اوګازو ذخیری ، ديورانيمو اونورو   قيمتي نادره اشجارو کانونه، اويا دنورو طبعي ثروتونوزيرمي موجودي دي . اویا داسي  هیوادونه چه دسیاسی اواقتصادی جغرافیايي موقعیت له مخی امريکا او هم ګټو هيوادونو ته ستراتيژیک ستر اهمیت لري ،داجګړي   مخ ته بيول کيږي . چه ودې اهدافوته درسيدوپر مخ  خاصتأ دپخواني شوروي اتحاد تر ړنګيدو وروسته يي ، په نړي کښي  ځيني ملي  حاکميتونه   چپه کړي ، اوځيني هيوادونه يي بيا ترمختلفو اتهامونو لاندي راوستلي ، اوپه خپل جوړ کړي تور ليست کي شامل کړي ،    اودليري ځايه څخه ددي      حاکميتونو چپه کولو ته دخپلو اهدافو له پاره   غاښونه چيچي .چه دې ترس او وهم دجهان يو تعداد تيل لرونکي هيوادونه خاصتأدافغانستان اوپر عراق دامريکا تر يرغل وروسته ودي ته اړ کړل ،  چه دخپلو ملي منافعو ددفاع په وړاندي ،په  نووعصري  دفاعي اوتعر ضي تسليحاتو باندي ځانونه سمبال کړي .  په واقعيت کي     دامريکا اوانګليس اويو تعدادنورو هم ګټو غربي هيوادونو داکړنو  دصلح  نړي دسختو بي امنيو دګواښونو، بشري اواقتصادي بي ساري جناياتو سره مخامخ کړي ده . دمثال په ډول لومړي پخواني يوګوسلاويايي  دخپلو اقتصادي اهدافو له مخي ،  پرڅو کوچني هیوادونو تقسيم کړل ، چه بيا دهغوپه منځ کي دجګړواوخارجي  قواووددرندوبمباردونو په نتيجه کي په لس هاوو زره بي ګناه انسانان وژل سوي ،  اوپه سل ګونو زره بيا همسايه اوغربي هيوادونو ته  مهاجر سول  .   اودهغي  لويي   يوګوسلاوياکوچني هيوادونه بيا   دسختو اقتصادي ويرانيو سره مخامخ سول . ولي ددي جنګ په نتيجه کي دشمالي افريقا ( الجزاير اوليبيا ) اودکسپين دبحيري شا اوخواه هيوادوڅخه دنيفتو اوګاز دپايپلينو نو خط السير  واروپا ته تظمين سوو .

اويا په عراق کښي چه دامريکا اوانګليس له پاره په حقوقي لحاظ  هيڅ نوع موجز دلايل وجودنه درلودل .  دملګرو ملتونو اوامنيت شورا داجازي نه پرته پر هغه مملکت يي  يرغل وکړ.    اوملي حاکميت يي ورچپه ، چه دپینځو کالوديرغلګر ځواک اود  دعراقيانودمسلحانه مقاومتونودجنګ  په نتيجه کښي ، دجهاني جمعي رسانو له مخي اضافه تريو ميليون بي ګناه  انسانان په شهادت رسيدلي دي .

دفارس دخليج ( عراق )  دجنګونو علت هم نفت او ګاز دي . دبوش داداري يو پخواني کارمند په دې   ارتباط په وال ستريت په ژور نال کي ليکي : وروستي ځل چه موږ دعراق په وړاندي لاس په عمل پوري کړ ، دهغه تر ټول مهم لا مل تيل وه . داځل هم که تر هغه مهم نه وي څه نا څه په هم هغه اندازه دارزښت وړ دي .(واګنير ،يورګين ) دمتحده ايالاتو دستراتيژيکي اهدافو تر څنګ په شرق ميانه کښي يو هم داوپک دسازمان دقدرت ضعيفه کيدل دي .( دمتحده ايلاتونو حکومت داوپک دسازمان دځواک دکمزوري کولو اودتيلو پر بازار دهغه دواکمني له منځه وړلوله پاره اوږد موديزه ستراتيژي طرحه کړي ده . دې مخي ته درسيدو له پاره داوپک دسازمان څخه دځانګړو هيوادو نه ايستل دي . چه دهغو هيوادونو دجملي څخه يو هم عراق دي .

(واګنير ، يورګين )

دتيلو پر پاته زيرمو کنترول دواشنګتن له پاره ځکه ځانګړي ارزښت لري . چه ددغه هيواددتيلو پاتي زيرمي هم مخ په خلاصيدو دي  .   او په کال ( ۲۰۲۰) کي ددغه هيواد دتيلو لګښت څه نا څه اويا په سلو کي بايد له وارداتو څخه سمبال سي .

 (  واګنير ،يورګين  )                                                                                        

        بايد وويل سي چه ، دتيلو ارزښت دجهان ولويو قدرتونوته په دوهمه نړيواله جګړه کښي هم ښکاره اوبربنډ ووچه :   ددوهمي نړيوالي جګړي په ترڅ کي ادولف هټلرويلی وه :  که موږ ونسوکړايي باکو ونيسو ، دجګړي بايلل حتمي بريښي . (کرون برګر )

دامريکا متحده ایالات اودغربي نړي يوتعدادهيوادونه ودغسي اقتصادي اهدافوته درسيدو په مخ خاصتأ ترساړه جنګ وروسته يعني دپخواني شوروي اتحاد دمنځه تلو وروسته دپخواني سياست  دزورګويي اوتشدد لاره لنډه او غوره  وبلل  . چه دامريکا متحده ايالاتو دملي امنيت دستراتيژي په يوه برخه کي هم   داسي راغلي دي : (  دتاریخ په بهیر کی دلومړی ځل دپاره دنړی هیڅ يوه برخه آن په سویلی قطب کی هم نسته ، چی دمتحدو ایالاتونودسیمه ایزی قومندانۍ ترقوماندی لاندي نه وی همدا واقعیت ددی ښکارندوی دی ، چی واشنګتن له سړی جګړی وروسته ځان دنړی ديوازنی پاته شوی ځواک په توګه  ګڼی  .  

 

ولي په واقعيت کي دامريکا متحده ايالاتو دغه دتشدد اوتکبر څخه ډک سياست،  خاصتأ  دپخواني شوروي اتحادترړنګيدو وروسته ،چه  جهان يي   دبشري ناورين وکندي ته ورټيله کړي  ، اوتريوه ميليون او څوسوه زره بي  ګناه انسانان  يي  دخپل   دهمدي تشددڅخه ډک سياست قرباني کړل ، ولي دبله طرفه دبوش داداري  دغه دتشددڅخه    ډک سياست په جهان کښي ډير ژر خپل عکس العمل پيدا کړ  . هغه داچه دجهاني ټولني دعيني ضرورتونواودبشري تولنو دطبعي  قوانينو   پراساس   ددوهم قطب د  ظهورامکان رامنځ ته اوعملأدپخواني سړ ي جګړي  په څيرميدان ته راوتلي او مخ پر وړاندي روان   دي  . هغه داچه دشانګهاي دسازمان  ګډ هيوادونه ګرچه دظهور اصلي ظاهري مخه يي  خپل تر منځ  اقتصادي همکاري تشکيلوي .(  اوهم ددي سازمان دايمي غړي  روسيه ، چين ، قزاقستان ، قرقيزستان  ، تاجکستان اوازبکستان دي  ولي  ايران ، هند ، پاکستان اومغولستان يي په جلساتوکښي دناْضرينو په حيث حضورلري . ) ولي دايران دخارجه چارودوزير دتيري هفتي د څرګندونوپر اساس چه په تاجکستان کښی په يوه رسمي سفر کښي وکړي درسمي عضويت  غوښتنه يي دي سازمان ته ورکړي ده . اوبايد ووايوچه د امريکا متحده ايالات او انګليس د افغانستان اوعراق   په لويو لومه کي بنديدل  داسازمان نور هم مظبوط کړ . اود  جهان داوسني مهال  په اقتصادي سياسي اوامنيتي حادو مسايلو کښي ځان په مستقيم اوغيرمستقيم ډول ديو قدرت په  حيث څرګند کړ . چه ښه مثال يي دالمان دمونشن په ايالت کښی په ۴۳ جهاني امنيتي کنفرانس کښي ددي سازمان زبر ځواک يعني   دروسيه دجمهور ريس ولادمير پوتين هغه تنده بيانيه وه چه دکنفرانس ګډون کوونکوهيڅ داسي يوه طمع دروسيه دمشر تابه څخه نه درلودل . او ډيرو ته   يي پخواني سوړ جنګ ورپه ياد او ويي لرزول . چه ولادمير پوتين   دبيانيي په ځينو قيسمتونوکښي داسي وويل : دغه هیواد ديووزري نظام په لټه کی دی اوغواړي په يوازي توګه تصمیم      نيوونکي واوسي چی داډول عمل دبنسټيزونړي والوحقوقو تر پښولاندي کول   اوتسليحاتي  سيالي ته لمن وهل دي .  

اوزياته يي کړه متحده ایالاتونوپه ټولو برخوکي دخپلي بړستني څخه پښي اوږدي کړي دي .   چی داداولس واکي سره هيڅ تړاونه لري .  ځکه اولس واکي دلږکيوددريځ په پام کي نيولو سره دډيرکيو ځواک دي ..... هرلويديځ وال دي ته چمتو دي چی داولسواکي په برخه کي روسيه ته يوڅه ورزده کړي .   خودوي دهغي وزده کولوته چمتو نه دي . اوهم يي داسي زياته کړه ( موږ دوخت دشاهدانوپه توګه وينو چه په نړيوالو چارو کي له پوځي وسايلو څخه له حده زيات اوله کنتروله وتلي ګټه اخستله کيږي ، چه پايله يي دپرله پسي کړکيچونورامنځ ته کيدل دي .)له سړي جګړي څخه وروسته پړاو کي زيات خلک وژل سوي، اووسله واله جګړي زياتي سوي دي ،  دهغه لامل په يو اړخيز حل کي نغښتي دي. اودهغه په پايله کي یو انساني غميزه رامنځ ته سوي ده .)   اوپه بل ځاي کي زياته کړي ده: ( دمتحده ایالاتونو دغه سياست له ګواښی ډک دي . هيڅوک دامنيت احساس نه کوي ، ځکه هيڅوک نه سي کولاي ځان تر نړيوالوقوانينو لاندي خوندي وګڼي ) . اوهم واي :( دکړکيچونوپه وړاندي له پوځي ځواک څخه ګټه اخستل بايد وروستي وسيله وي، اوله هغه څخه کار اخستنه يوازي دملګرو ملتونو دامنيت دشورا دپريکړي له مخي مشروع ده . دناټو اواروپايي ټولني پريکړي نه سي کولاي دملګرو ملتونوځاي ونيسي .

دپورتنيو واقعيتونو په نظر کي نيولو سره په ښکاره ډول معلوميږي،  چه په افغانستان  کي د۲۰۰۱  کال داکتوبر داومي نيټي دامريکايي ځواکونويرغل ، اودطالبانو دحاکميت چپه کول ،  هم دهمدي مخي له پا ره سوي دي .  نورنو دوي بايددافغان ملت په وړاندي  ودي ښکاره واقعيت ته سر ټيټ کړي ، چه داملت ددوي په پټواوښکاره اهدافو باندي پوه اوداپه نامه جهاني ټولنه نور نه سي کولاي چه داملت نورهم په خپلو يرغلي لوموکي وساتي .

اودافغان ولس سياسي او اقتصادي استقلال په يوه اوبله بهانه په خپلو لاسونوکي ټينګ کړي  .  دافغان غيور ملت دغه سپيڅلي دغروره ډک  خصلت ،لا ډير پخواه   مرحوم داود خان په خپل وروستني ملاقات کښي دپخواني شوروي اتحاددګوندي اودولتي مشر  ( بريژنيف ) ته دخبرو په بهيرکښي هم   داسي بيا ن کړي او ويلي  يي وه :   دافغانستان خلک هرقسم  لوږه اوتنده پرځانونوقبلوي ،  ولي دپردو ترلاس لاندي ژوند نه قبلوي .

اوبايد ووايوچه ځيني افغاني سياسي کارپوهان دجمعي رسانو له لاري په افغانستان کښي دصلح اوآرامي دراتلو دپاره

  دامريکا اوداروپا يي اتحاديي ،   اوهم دامريکا اوناټو ترمنځ ديوي ګډي  ستراتيژي جوړول اوعملي کول عمده شرط  بولي . اوپه افغانستان کښي داوسنيو نا آراميو اوپه مملکت کښي دصلح دنه راتلو عمده عامل هم   ددوي تر منځ بي اتفاقي اودواحدي ستراتيژي نشتوالي   بولي . اوهم ددولت په لوړ پوړو چارواکو کي ديو تعداد چارواکو ليري کول ،اوپر ځاي يي  نور  چارواکي دامريکا تر رهبري لاندي دجهاني ټولني اودکرزي له خواه نومول هم ددولتي اداري داصلاح او سمون لاره بولي . ولي په واقعيت کي داسي څرګندوني   دافغانستان  پر اوسني عينيتونواوواقعيتونو باندي سترګي پټول ، اوپردو يرغلګروته دافغانستان دملي منافعو خلاف ددوستي تر نامه لاندي د  زرغوني  اشاري لګو ل دي .چه په افغانستان کي ديرغلي ځواکونو شتون ته غواړي له خپله ځانه   مشروعيت ورکړي . چه داسي څرګندوني په اوسني او  راتلونکو وختونوکي به  د افغانستان  ملت اوتاريخ  محکوموي  .   په داسي حال کښي چه د امريکا ، ايتلافي اوناټو   ځواکونه په اوس مهال   افغانستان کښي ،   دخلګو ديوقوي مقاومت سره مخامخ دي .  حتي داسي هم    اوريدل کيږي ،  چه دورځی دطرفه اکثره محلي خلک  په   خپلو مځکو اونورو  خپلو  کارونو باندي اخته وي،  ولي دشپي له خواه څخه په محل کښي دخارجي يرغلي قوتونو سره په مخامخ جګړه بوخت دي .ځکه نو که په اوس مهال کي دامريکا او ناټوترمنځ پر  ګډه ستراتيژی  باندي داسي يوه  پريکړه هم وسي ، چه په افغانستان کي به دوي  ددي جنګ په وړاندي ترهغه وخته په ګډه سره مخ ته ځی څوددوي په مقابل کي وسلوال مقاومت مات  اودوي وخپلو پټو اهدافو ته ځانونه ورسوي . چه دانوپه واقعيت کي  ( خيالست ،مهالست وجنون ) . داځکه چه :

۱-   په افغانستان کي خارجي يرغلي ځواکونه د داسي يووسلوال مقاومت سره مخامخ سوي دي ، چه ورځ په ورځ ددي مقاومت و ليکوته   په محلاتو کي ځوانان اوزاړه ځانونه  يوځاي کوي .  داځکه چه دامريکا تر رهبري لاندي دجهاني ټولني ټول چل اوچمونه اودافغان ملت په وړاندي ددوي ماکياولستي شيوو،  هر څه بر بنډ اوښکاره کړل . چه ددي شپږو کالو په موده کښي دخلګو څخه يي هغه پخواني امنيت اخيستي  ، اضافه تر ۹۹ فيصده يي  دفقر ودروازي ته يي درولي   ،اودملت ډيري شتمني يي دخپل ګوډاګي دولت  په ذريعه دملت دارادي خلاف يو څوهغوافغانانوته چه دخارجي کړيو سره په ارتباط کي وه په سخاوت مندانه ډول ورکړي دي . چه ملت به هيڅ  وخت ددوي داپريکړي قبولي نه کړي . اوملت به دابيرته په خپل لاس کي نيسي .   اوهم بايد ووايو چه  په  ډيرو شرقي ، غربي ، اوجنوبي ولاياتو اکثرأ د کليو کورونه اوباغونه ددوي ددرندوبمبونو په نتيجه کي په کنډوالو تبديل سوي،    اودافغانستان  خلک اوس نو   داوبو په څير ديرغلګر ځواک اوددوي دلاس پو څو په مقابل کي وجوش ته نيږدي سوي دي .په داسي حال کي چه دامريکا تر رهبري لاندي دغه په نامه جهاني ټولني که ديوه طرفه  په افغانستان کښي دمخدره موادو دتوليد اوقاچاق پرضد دمبارزي بيرغ په لاس کي نيولي دي . دبله طرفه  ددوي په  دغه ظاهري هلو ځلو سره افغانستان دنړي د۹۳ فيصده هيروينو توليد کونکي پيږندل سوي دي . ولي  ددوي دغه دچل او چم څخه ډکه   توده مبارزه د۲۵ دحوت هغه  انتحاري پيښي چه دکابل هوايي ډګر ته نيژدي پر دوو امريکايي شورليټ موټرونوباندي وسول ،هرڅه بربنډ اوښکاره کړل .   چه داموټران    دامريکا دسفارت څخه مخ دهوايي ډګر په لور روان وه  ،ددي انتحاري پيښي په نتيجه کي څلور امريکايان  وژل سوي ، او هم شپږ ملکي کسان شهيدان سوي اوديرش کسه ژوبل سوي دي . اوهم  دويجاړ سوو موټرو څخه درالويدلو  هیروينو څوخلتي پر سړک باندي پرتي وي .(  ددي پيښي خبر مي دبينوا سايټ په حواله ليکلي دي )  . بايد ووايو  چه دي پيښي هغه افغانان  هم   حيران کړل  چه مخکي په دي فکر کي نه وه چه امريکايان  دې هم په دې ضدي بشري قاچاق کي لاس ولري . ځکه  يو تعدا دافغانانو فکر کاوه  چه دهيروينو لوي قاچاقبران  تنها يو تعداد افغاني لوړ پوړي چارواکي دي . ولي ددي پيښي وروسته خلک پوه سول ، چه نه تنها افغاني لوړ پوړي چارواکي بلکه يو تعداد يرغلي ځواکونو مشران  او  سفارتونه هم ددي غير قانوني اوضدي بشري تجارت پروسه مخ ته بيايي  . نورنودافغانستان ګوډاګي واکدارانو ته ضرور نه  ده .  چه بيا دهيرينو دتوليد اوقاچاق پر ضد دمبارزي نوم   و  اخلي . بايد سمدلاسه دمخدره موادو پر ضد دمبارزي وزارت اوهم هغه لوي رياست چه دکورنيو چارو په وزارت پوري اړه لري ،دروازي بسته اومنحل يي اعلان کړي . داځکه دبينوا دسايټ  په حواله دپورتني پيښي ټول هيروين  بيرته  دامريکا دسفارت دکارکوونکو اودکابل دښار دقومنداني دچارواکو  په ذ  ‌ریعه  دهغي ورځي په مازديګردکابل دښار دنهمي امنيتي حوزي څخه دامريکا  سفارت ته انتقال سول .

۲-  دناټوداکثريت    هیوادونو واکداران په افغانستان کي دنامعلومي جګړي په وړاندي دخپلو پراخو پرګنو تر سخت فشارلاندي راغلي  دي  . اوددوي دټولنو  خلګ نه غواړي چه شيرين اولادونه اودوستان يي دامريکا اوانګليس دواکدارانو دشوموغوښتنو قرباني سي .  ځکه نو دناټو دهيوادونو تر منځ ددي جګړي په وړاندي همږغي ورځ په ورځ  ضعيفه  کيږي . اوکه په دغه ضعيفه   مورال ددوي ترمنځ دغه وضع ادامه پيداکړي ،او يا که دوي   په افغانستان کي دواقعيتونوپه درک کولو سره دصلح  وميکانيزم ته سر ټيټ نه کړي . شايد په ډير  نيژديکي  دپخواني شوروي اتحاد ( وارسا پکټ ) په سرنوشت اخته سي .

۳  - چون دامريکا متحده ايا لات اواروپا خاصتأ دانګليس   ترمنځ  دخاصو ګټو پر سر شخړو هم دناټو پر مورال اوګډي ستراتيژي باندي  لويه اغيزه کړي ده  . چه ښه مثالونه  يي  دافغانستان  څخه ددوو اروپايي ډپلوماټانو اويو هم دملګروملتونوخاص استازي چه په تبعه انګليسي وو اخراج  ،    او  دتير عيسوي کال په شروع کښي دهلمند په ولايت کښي ديورانيومو پر سر هغه جنجالونه وه چ
March 31st, 2008



  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات